انتونیو ګوتریش: مونږ په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات غوښتونکي یو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو عمومي منشي افغان چارواکو سره په لیدنه کې دا خبرې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو ستره موخه دا ده، چې په افغانستان کې حکومتي بنسټونه پر خپلو پښو ودرېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په نیویارک کې له افغان پلاوي سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د روان وضعیت په اړ ه خبرې کړې دي.
هغه ویلي د ملګرو ملتونو سازمان په یوه خوله په افغانستان کې ددایمي ثبات او سولې غوښتونکی دی.
د انتونیو ګوتریش په خبره ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې دولتي بنسټونه او ادارې پر خپلو پښو ودرېږي او دغه هېواد ددایمی ثبات څښتن شي.
نوموړي په افغانستان کې د شفافو ټاکنو ملاتړ کړی دی او په وینا یې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات هغه مهال ټينګېدلی شي، چې خلک په عدالت او ولسواکۍ کې له خپلو حقوقو برخمن شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانانو په مشرۍ د سولې روانې هڅې مثبته پایله ولري او په دې توګه په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments