انتحاري بړیدګر میدان وردکو کې ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – میدان وردک: د کورنیو چارو وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د حقانې ترهګرې ډلي یو غړې تیره ورځ د میدان وردک ولایت په جلریز ولسوالې کې ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې: «بریدګر قاري احسان الله د ګل زاد زوې دۍ چې د جلریز حقاني شبکې یو فعال قوماندان مولوي عبدالرحمن ډلې غړیتوب لري».
خپرپاڼه لیکي چې نوموړي هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې کابل کې انتحاري عمل په لاره واچوي.
په خبرپاڼه کې داسې هم ویل شوي چې نوموړې تیره ورځ د پلان په لاره اچولو موخه کابل ته تللې وه چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ځواکونو لخوا ونیول شو.
خبرپانه اضافه کوي چې نوموړي پر خپل جرم اعتراف کړې او ویلي دي چې پلان یې درلوده ترڅو کابل کې بړید ترسره کړي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *