هند افغانستان ته څلور ام آې 25 ډوله چورلکې ورکوي

comments 0

28 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو سره خبرو کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب دغه څرګندونې کړي دي.
د نوموړي په وینا، هند افغانستان پوځ ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي.
نوموړي چې تېره اونۍ د هند د ملي‌ امنیت سلاکار په بلنه نوي ډهلي ته سفر کړی و، د هند د «ستراتیژیک نیوز انټرنېشنل» په نوم له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د دغو څلور «ام آی ۲۵» هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments