امنیتي چارواکي: په فاریاب کې مو دطالبانو بریدونه بېرته په شا تمبولي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایی،چې طالبانو تیره شپه یوځل بیا غوښتل دفاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ په ځينو امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې په ترڅ یې دطالب وسلوالو بریدونه شنډ ا وبیرته په شا وتمبول شول.
چارواکي زیاتوی،طالبان نور له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان نه لري، او نه شي کولای له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړی.
دیادونې وړ ده، چې تیره ورځ دفاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۵۳ وسلوال طالبان هم وژلي وو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments