امنیتي ځواکونو په غزني کې د طالبانو اړوند د وسلو ډيپو له منځه وړې

comments 0

61 Views

هندوکش – غزني: په غزني کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کیدو تر څنګ د طالبانو اړوند د وسلو یوه ډ‌یپو له منځه وړل شوې او یوه اندازه وسلې افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایې چې دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ د غزني ښار اړوند په قره باغي او ارزو نومي سیمو کې شوي.
د غزني د والي ویاند وایې په وژل شویو کسانو کې درې کسان پاکستانیان دي.
لدې وړاندې د غزني چارواکو په اندړ او اب بند ولسوالیو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی و.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments