امنیتي ځواکونو پروان کې موټر بم نیولی

comments 0

1 Views

هندوکش – پروان: د پروان ولایت ځايي چارواکي وایي چې په بګرام ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د چاودیدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار وویل چې افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه شاوخوا ۹ بجې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په چینزی سیمه کې په یو باغ عملیات تر سره کړل چې د چاودیدونکو توکو ډک یو موټر کشف او ونیول شو.
اغلې شهکار وویل چې چاودیدونکي توکي په یو سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي و، د دې پېښې په تړاو د شپږو کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments