امنیتي ځواکونه د ترهګرو ډلو په ځپلو کې هوډمند دي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د هیواد سرښندونکو او میړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو وروسته له هغه چې طالبانو د خندق تر نامه لاندې دعملیاتو اعلان وکړ او د سیمي د استخباراتي کړيو په ملاتړ یې د فراه ښار په ګډون په فاریاب، بغلان، غزنی، پکتیا، بدخشان، ارزګان، غوراو … ولایتونو په ځینو سیمو او ولسوالیو باندې د ډلیز بریدونو په ترسره کولو سره او په کابل ښار، جلال آباد، هلمند، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د ښځو ، ماشومانواو د ورزش د لوبغاړو په ګدون زمونږ یو شمیر مظلوم او بی ګناه هیوادوال شیهدان او ټپیان کړل، نو د طالب او داعش ترهګرو او انسان وژنکو ډلو او د سولې او ثبات دښمنانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې پراخ چانیز او پوځي عملیات په لاره اچولي دي، چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه ډیري ښې لاسته راوړنې لري او د سولې او ثبات دښمنان یې له کلکې ماتي سره مخ کړي او ورځ تر بلې ورځ کلي او بانډې د دغو ترهګرو ډلو له شتون څخه پاکیږي او په سیمه کې د ا منیتي ارکانونو مسوولین هم د دې ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه په هوایی او ځمکنۍ برخه کې په ښو او پرمختللو جنګي وسایطو او وسایلو سمبال شوي چې د هیواد دښمنان به په هيڅ ځای کې په امان کې ورڅخه پاتي نشي او ځپونکی ګوزارونه به ورباندې وکړي، چې له نیکه مرغه اوس مهال زمونږ ولس پوره باور لري چې د طالب او داعش ترهګري ډلي له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړي توان له لاسه ورکړي او تل هڅه کوي چې یو لړ غلچکي او تروریستي بریدونه تر سره کړي.
همدا رنګه هغه سیمي او ولسوالی چې له څه مودې راهیسي د ترهګرو ډلو لخوا له امنیتي ګواښوونو سره مخ وي، په دې وروستیو کې د افغان میړنیو امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د وسلوالو ترهګرو ډلو له شتون څخه خلاصي او د امنیتي ځواکونو تر تصرف لاندې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې وسلوالو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او د تښتي په حال کې دي او امنیتي ځواکونو د دوي لا ځپلو په موخه په خپلو چانیزو او پوځي عملیاتو ته شدت ورکړی ترڅو هغه سیمي چې د دوي تر ګواښ لاندې دي د تل لپاره د دوي له شتون او ګواښ څخه آزادی او خلکو ته د یو سوګاله او آرامه ژوندان زمینه برابری او په سیمو کې شته ستونزي له منځه یووسي تر څو خلک په یوه ډاډ منه او سولیزه فضا کې خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړي.
د اسلام، انسانیت او د افغان مظلوم ملت د سولې او ثبات دښمنانو د ناوړو کړنو او جنایتونو د مخنیوي په موخه د یو افغان په صفت له خپلو ټولو میړنیو هیوادوالو څخه خواست او غوښتنه کوم چې د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو د ځپلو په موخه د جګړي په ډګر کې د خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو او الحمدالله په دې باور لرو چې بری تل د حق خوا ته دی او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.
د یو پیاوړی، سرلوړې او با ثباته افغانستان په هېله.

Share this page to Telegram

Comments