امنیتي سکتور کې اصلاحات حتمي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني وايي، امنیتي سکتور په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وارت کې ژورو اصلاحاتو ته اړتیا ده.
ولسمشر غني وايي، چې افغانستان اوس په برخلیک ټاکونکې مرحله کې قرار لري او له اصلاحاتو پرته بله لار نشته.
هغه ډاډ ښودلی چې په امنیتي سکتور کې په اصلاحاتو سره به د زیاتو امنیتي ننګونو او بریدونو مخه ونیول شي.
ولسمشر د امنیتي ارګانونو مشرانو ته صلاحیت ورکړی چې هر څومره ژر نفوذي او هغه کسان چې تنظیمونو پورې تړاو لري له امنیتي سکتور یوې ډډې ته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډيری افغانان په امنیتي سکتور کې په اصلاحاتو ټینګار کوي او باور لري چې نفوذي کسانو تر څنګ پکې د تنظیمي ډلو کسان شته چې د ملي ګټو پر ځای نورې ګټې ورته مهمې وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *