امنيتي چار واکي ، د ارزګان هغو سیموکې چې ځانګړي ځواکونه شتون ولري،وسله والې ډلې په تیښه کې وي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: په روزګان ولایت کي د خاصو ځواکونو قوماندان نظام الدین وايي هغوی په پوره میړانه او سرښندنه سره د خپلي خاورې څخه دفاع کوي. او وسلوال طالبان دې ته نه پریږدي چي د خلګو لپاره ستونزي جوړي کړي. د نظام الدین په خبره افغان خاص ځواکونه په خاصو وسایطو او وسلو سمبال شوي او دښمن ددې توان نه لري چي ددغې پياوړي ډلي پر وړاندي دي حمله تر سره کړي او یا هم د عملیاتو پر مهال مقاومت وکړي.
ددغې ډلي سرتیري هم عالي مرال لري. هغوی د هیواد ساتنه د ځان او کورنۍ لپاره يي د ویاړ ځای بولي او وايي تر هغو به د خپلو خلګو ساتنه کوي چي په وجود کي يي وینه جاري وي. د خاصو ځواکونو سرتیري وايي هغوی ته په سختو او خاصو حالاتو کي اړتیا پیدا کیږي او هغوی هم پرته له ځنډه خپله دنده اجرا کوي او دښمن ته تلفات اړوي.
دا به داسي حال کې ده چي د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه دا مهال د روزګان ولایت په هغو سمیو کي د افغان ګډو ځواکونو سره ملتیا کوي چیري چي وسلوال طالبان د هغوی پر وړاندي مقاومت ښکاره کړي. د مسولینو په خبره ورسته تر هغه چي خاص ځواکونه سیمې ته ورسیږي وسلوال وژل کیږي او یا هم له سیمې څخه پښې سپکوي.
عمران احمدز

Share this page to Telegram

Comments