املوک او ورغتیايي ګټې

comments 0

0 Views

املوک د مني فصل یوه خوږه او سور رنګې میوه ده، چې له ویټامینونو، پروټينونو اومنرالونو ډکه او د بدن روغتیا لپاره زیاته ګټوره ګڼل شوې ده.
د املوک غذايي میوه له ۲ نه تر ۳ سلنې پورې کې د بدن یو ورځینۍ غذايي اړتیاوې پوره کولی شي، همدارنګه دا میوه یوه زیاته اندازه مګنیزیم لري چې د بدن په سلو کې ۱۷ سلنه اړتیاوې پوره کولی شي.
املوک میوه ۹ سلنه ويټامین C او ۸ سلنه ویټامین B6 هم لري، چې د سترګو دید په ساتلو او همدارنګه د بدن د پوستکي په تازه ساتلو کې زیات رول لري.
املوک په خپل ترکیب کې ۸۰ سلنه اوبه لري، چې دا هم د بدن د انرژۍ د تولید لپاره ګټور خاصیت دی.
همدارنګه املوک یوه زیاته اندازه انتي اسیدونه لري چې د بدن د مرضونو په وړاندې دفاع جوړوي، له زړښت څخه مخنیوی کوي، د سرطان ناروغۍ مخنیوی او همدارنګه د سترګو دید ساتنه او د سترګو شاوخوا د ګونځې کیدو مخنیوی کوي.
د اوسنیو څیړنیو په نتیجه کې تر ډيره ډاکټران د سترګو دید د غښتلتیا لپاره ناروغ ته د املوکو د خوراک توصیه کوي.
ددې میوې یو بله ځانګرتیا دا ده، چې د بدن دوزن ډیریدو کې ګړنديتوب راولي، د زیات فایبر په لرلو سره کولی شي د بدن د وزن په زیاتوالي کې مرسته وکړي او هغه کس چې په خپل غذايي رژیم کې املوک زیات استعمالوي په لږ وخت کې به یې دبدن وزن زیات شي.
څیړنو ښودلې ده چې املوک د هاضمې سیستم کې هم فعاله ونډه لري او تر ډیره د قبضیت مخنیوی کوي.
املوک د ویټامین C په لرلو سره کولی شي د بدن پوستکی تازه وساتي همدارنګه د زکام او انتاني ناروغیو په ضد دفاعي سیستم جوړوي.
املوک د وینې په دوران او د زړه په روغتیا کې هم زیات رول لري، دا میوه د پوتاشیم په لرلو سره کولی شي د وینې فشار منظم او وینه د بدن په رګونو کې په ارامتیا سره حرکت وکړي.
املوک د عضلاتو درد ته د مرهم په څیر دی، روغتیا پوهان د پوتاشیم په لرلو سره د عضلاتو د درد لپاره تر ډیره دا میوه ناروغ ته توصیه کوي، نو هغه کسان چې په ورځينۍ توګه سخت او شاقه کارونو له امله یې د بدن ځینې غړي درد کوي باید د املوکوخوراک هیر نه کړي.

Share this page to Telegram

Comments