امریکې کې د هند له صدراعظم تود هرکلې وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: په امریکا کې رسنۍ لیکي چې، راپورونو له مخې په دغه مراسمو کې ۵۰ زره کسانو ګډون کړی و او څلور سوه هنرمندانو نندارې ترسره کړې.
دغه غونډې ته (هاوډې، مودي) نوم ورکړل شوی و. تر ګڼو نندارو او هنري مراسمو وروسته ټرمپ او مودي زرګونه کسانو ته وینا وکړه.
مودي وویل، چې د امریکا او هند ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ښې دي.
دا د امریکا په تاریخ کې د یوه بهرني مېلمه لپاره تر ټولو ستر مراسم دي.
زرګونه کسانو په دې غونډه کې د هند او امریکا د اړیکو د پياوړي کېدو شعارونه ورکول.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments