امریکې کې ترافیکي پیښې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د امریکا په نیویارک ایالات کې ترافیکي پیښې له امله شل کسان وژل شوي دي.
د رسنیو په لیکنه، امریکا په نیویارک ایالت کې د یوه لیموزین موټر د ټکر له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې په دې موټر کې د یوه واده مېلمانه سپاره وو.
د نیویارک ایالت پولیسو ویلي، پېښه الباني ته نږدې شوې ده. سیمه ییزو رسنیو ویلي، لیموزین موټر له یوه بل موټر سره تر ټکر وروسته له سړکه اوښتی او د یوې لویې مغازې پارکینګ ته لوېدلی دی.
د رویټرز په حواله، 20 تنه مړه شوي د لیموزین سوارلۍ وه او یواځې دوه کسان په پارکینګ کې وژل شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments