امریکا یو شمېر سرتېري وباسي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: امریکا له افغانستان د خپلو څه باندې زرو سوه سرتیرو د ویستلو پریکړه وروستۍ کړه.
د امریکا د پوځ قوماندان جنرال جوزیف ووټل رویټرز خبري اژانس ته وویل، پرېکړه شوې چې ۱۴۰۰ امریکايي پوځیان له افغانستانه وایستل شي.
لوړ پوړو امریکايي چاروکو ویلي دغه پریکړه له طالبانو سره د امریکا له خبرو یا احتمالي جوړجاړي سره تړاو نه لري.
د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزق ووټل ویلي، د سیکاټ میلر ښه مدیریت دا ثابته کړه چې نور دغه څوارلس سوه سرتیري اضافه دي نو ځکه یې د ویستلو پریکړه وشوه.
ووټل ویلي، میلر افغانستان کې د کار له پیلولو وروسته هڅه پیل کړه چې څرنګه له موجودو امریکايي پوځیانو سم او اغېزمن کار واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments