امریکا کې چاودنې تر شلو ډیر کسان تپیان کړي دي

comments 0

108 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا معتبره رسنیز سرچینه نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا سویل کې چاودنه شوې چې له امله یې تر شلو ډیر کسان تپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، چاودنه د امریکا د فلوریډا ایالت په جنوب کې د پیزې په یوه رسټورانټ کې شوې.
دا چاودنه د فورت لاوډیر ډېل سیمې د جنوب په هغه واټ کې شوې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي.
د چاودنې له امله رسټورانټ ویجاړ شوی، څېرمه دوکانونه او موټر زیانمن شوي.
که څه هم د اطفایيې مامورینو ویلي چې د پېښې په ځای کې یې د ګاز چاودلي پایپونه موندلي، خو چارواکي وايي، د پېښې د عواملو په اړه پرېکړه تراوسه له وخته مخکې ده. د سیمې د پولیسو یوې افسرې جسیکا راین ویلي، په چاودنه کې لږترلږه ۲۱ کسان برسېرن ټپیان شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments