امریکا کې پر یو کلیسا برید څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

7 Views

هندوکش – امریکا:د امریکا کلیفورنیا ایالت سوېلي او د سن ډیاګو ښار په څنډو کې یوه وسله وال پر یهودي کلیسا برید کړی چې یوه ښځه پکې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان پکې ټپيان شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دا برید د کرکې له کبله شوی دی. بریدګر نیول شوی.
د یهودانو کلیسا معمولاً د شنبې په ګهیځ تر ماسپښینه مذهبي مراسم ترسره کوي او په پام کې وه چې یاده کلیسا به د یهودانو د ازادۍ په پار مراسم هم جوړ کړي.
په تېر یوه کال کې امریکا کې د یهود ضد ډلو له خوا د بریدونو د ډېروالي خبر ورکړل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له برید څو دقیقې وروسته د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په پار وویل، څېړنې روانې دي، خو ښکاري چې د برید لامل “کرکه” وي.
تېر کال امریکا کې د یهود ضد ډلو له خوا د بریدونو د ډېروالي خبر ورکړل شوی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments