امریکا کې پر یو خصوصي بانګ وسله وال برید شوې

comments 0

4 Views

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنۍ وایي چې، د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې په یو بانک د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د رسنیو معلوماتو له مخې، یو تن برید کوونکي د صبرینګ په سیمه کې د سن ترست په نامه د بانک په یوې نماینده ګۍ وسله وال برید وکړ. برید کوونکي د برید نه وروسته ګن شمیر کسان برمته کړي وو.
د فلوریدا ایالت د صبرینګ د سیمې د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د امریکا په وخت د چارشنبې ورځ د ماسپخین نه وروسته رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چي برید کوونکي د برید نه وروسته په بانک کې ګن شمیر کسان برمته نیولي وو. د پیښې نه سمدلاسه وروسته ځانګړي ځواکونه سیمې ته راورسیدل . برید کوونکي وروسته امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړ.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. هغه وویل چې برید کوونکي هویت تثبیت شوی دی. برید کوونکی ۲۱ کاله عمر لري او زیفن ایکسور نومیږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments