امریکا کې د کورونا وېروس پېښې ۲٫۵ میلیونو ته ورسېدې، محدودیتونه بیا پیل شول

comments 0

2 Views

هندوکش ـــ امریکا: په سوېلي ایالتونو کې هم تر محدودیتونو او ټولبندیز لیرې کېدا وروسته هلته له نورو ایالتونو خلک ور مات شوي چې له دې کبله د کورونا وېروس د مثبتو پېښو کچه پکې ډېره شوې ده.
په داسې حال کې چې په وروستیو اونیو کې امریکا په سوېلي ایالتونو کې د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه راکم کړل، په فلوریډا ایالت کې د دې وېروس پام وړ تازه ډېرې پېښې موندل شوې دي. په امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۲٫۵ میلیون کسانو ته ورسېد.
د فلوریډا ایالت چارواکو د شنبې په ورځ وویل، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ۹۵۰۰ ډېرې نوې پېښې یې ثبت کړې دي، چې دا شمېر د تېرې جمعې په ورځ ۹۰۰۰ و.
دې نوې څپې یو ځل بیا چارواکي د بازارونو او پېر و پلور ځایونو بندولو ته ته اړایستلي. ټکساس ایالت د جمعې په ورځ‌ محدودیتونه بېرته ډېر کړل.
تر اوسه په امریکا کې دې وېروس تر ۱۲۵ زرو ډېر کسان وژلي چې دا د نړۍ د هر بل هېواد تر مړینې ډېره شمېره ده.
په امریکا کې د ساري ناروغیو یوه جګپوړي کارپوه ډاکټر انتوني فاوچي د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې امریکا له “لوی ګواښ” سره مخامخ ده.
دی وايي، وروستیو ډېرېدونکو شمېرو وښوده چې “ځینو سیمو له وخت مخکې محدودیتونه لیرې کړي” او ګڼ خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي.
د ټکساس ایالت والي ګرېګ ابوټ هم د شرابخونو بندولو امر کړی او په خوړنځیو کې یې د خلکو د شمېر نیمايي کمولو غوښتنه کړې ده.
جان هاپکنز پوهنتون ویلي، په امریکا کې د کورونا وېروس نوې پېښې تر ۴۰ زرو اوښتې دي چې دا پر دویمه ورځ پرلپسې لویه شمېره ده.
په امریکا کې روغتیايي چارواکي اټکل کوي چې تر رسمي اعلانېدونکو شمېرو د ریښتونو شمېرو کچه ښايي ۱۰ برابره لوړه وي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments