امریکا کې د پاکستان د سفارت مخې ته د پي ټي اېم لاریون

comments 0

2 Views

هندوکش ـ امریکا: د پښتون ژغورنې غورځنګ د امريکا برخې غړي وايي، په پښتونخوا او قبايلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر وړاندې د پاکستان حکومت وروستي دريځ له کبله يې په واشنګټن کې د ياد هېواد د سفارت مخې ته لاريون کړی دی.
د دغه غورځنګ غړيو زياته کړې، چې له ياد لاريون يې موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر وړاندې د پاکستان د زور زياتي مخنيوی او دغه راز د ياد غورځنګ نيول شويو غړو بېرته راخوشې کېدل وو.
دوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په پلوۍ يې شعارونه ورکول ټينګار وکړ، چې د علي وزير او ډاکټر سيد عالم محسود په شمول دې د ياد غورځنګ ټول نيول شوي غړي بېرته ژر تر ژره خوشې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کراچۍ محکمې د پرېکړې له مخې ټاکل شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د سې ‌شنبې په ورځ بيا ځلي محکمې ته وړاندې شي.
نوموړی د تېرې ډيسمبر مياشتې په ۱۶مه په پېښور کې له دې کبله ونيول شو چې ګواکې د همدې مياشتې په ۶مه يې د کراچۍ په لويه غونډه کې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او د دغه هېواد نورو دولتي ادارو خلاف څرګندونې کړي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments