امریکا کي یو برید ګر۵ کسه وژلي

comments 0

38 Views

هندوکش – امریکا: تکزاس ایالت په لویدیځ کې وسله وال برید شوی چې پکې پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
راپورونه وايي دغه بریدګر په موټر کې سپور او له همدغه ځایه یې پر عامو خلکو ډزې کړي دي.
امنیتي چارواکي وايي، پولیسو موندلې چې برید یوه ۳۵ کلن سپین پوستي سړي کړی او دوی پېژندلی خو تر څېړنو به یې نوم او نور جزیات خپاره نه شي.
په لومړیو رپوټونو کې ویل شوي وو چې یو بل وسله وال هم د برید تکل لري او پولیسو هم ویلي وو چې د دویم بریدګر په اړه څېړنې روانې دي، خو له پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وویل، نژدې باور لري چې عامو خلکو ته بل ګواښ نشته.
د پولیسو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، په دې برید کې ۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپيان دي.
دا په امريکا کې لومړۍ پېښه نده بلکې له دې وړاندې هم څو ځله دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هکله خواشيني څرګنده کړې او امنيتي ځواکونو او چارواکو ته يې د پيښې د ښې پلټنې سپارښتنه کړې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments