امریکا په یمن کې د اوربند غوښتونکي شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي د ملکي مرګ ژوبلې او بشري ناورین د مخنیوي لپاره اوربند ضروري دی.
پمپیو وايي د یمن د جګړې پای ته رسولو لپاره باید د ملګروملتونو په مشرۍ د مذاکراتو یوه لړۍ پیل شي.
اخوا د یو بل راپور له مخې دغه اوربند د یوې میاشتې په اندازه وړاندیز شوی دی.
غوښتنه شوې ده چې دا اوربند دې سر له راتلونکې میاشتې پیل شي.
پمپیو له هوثي یاغیانو وغوښتل چې د ایران په ملاتړ دې پر سعودي او متحده اماراتو د توغندیو توغول هم ودروي.
امریکا او ملګري ملتونو ټينګار کوي چې د روان کړکیچ د پای ته رسولو لپاره اوس اوربند ډیر مهم دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments