امریکا په ملکي برخه کې مرستې کمې کړي

comments 0

1459 Views

هندوکش – امریکا: راپورونه وایي، امریکا د پاکستان په ګډون افغانستان ته هم ملکي مرستې کمې کړي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، افغانستان ته په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ملکي مرستو کچه له ۷۸۳ میلیونو څخه ۶۳۰ میلیونو ډالرو ته راکمه کړې ده.
د ډونلډ ټرمپ اداره چې د ۷۱۷ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه یې کړې وه، په کې ۵ میلیارده یې افغانستان ته د ملکي او پوځي مرستو لپاره ځانګړې شوي دي.
له دې سره امریکا پاکستان ته هم خپل ملکي او پوځي مرستې کمې کړي او دغه مرستې یې له وسله والو سره په مبارزه کې د پاکستان کړنو باندې مشروطې کړې دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments