امریکا په خپلو تازه څرکنده ونوکي ویلي دي ایران دوه انتخابه لري

comments 0

3094 Views

هندوکش _ امریکا: د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وایي، ایران د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته دوه انتخابه لري او هغه دا دي چې یا دې د ډېر تشدد لار خپله کړي او یا دې هم بېرته له سره له امریکا سره خبرو ته کېني.
هغه زیاته کړې، ایران باید له اټومي وسلو لاس پر سر او د یو عادي هېواد په څېر چلند وکړي او که چېرته داسې ونکړي نو په دې پوه وي چې تاوتریخوالي کې ډېر زیان کوي.
اوبراین زیاته کړې، دی هیله من دی چې ایران سمه لار غوره کړي. اوبراین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ایران د سلیماني تر وژل کېدو وروسته امریکا ته د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments