امریکا په بغداد کې تازه هوایي بریدونه کړي دي

comments 0

70 Views

 

هندوکش _ امریکا: د رسنیو د راپورونو له مخې په دې هوایي بریدونو کې د ایران ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې حشدالشعبي باندې برید شوی دی.

پر دغه موټریز کاروان د برید پر مهال شپږ کسه وژل شوي دي.

دغه ډلې بیا په غبرګون کې ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ددوی کوم وسله وال نشته دی، بلکې ټول صحي کارکوونکي دي.

په دې وروستیو کې په عراق کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې او امریکایي ځواکونو ترمنځ پراخ کشمکشونه رامنځ ته شوي دي.

فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments