امریکا په افغانستان کې د داعش له جدي ګواښه خبر ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې که څه هم په سوریې او عراق کې داعش له منځه تللی دی، خو دغه ډله اوس هم یو جدي ګواښ دی.
امریکا ویلي، چې القاعده اوس یو ځل بیا پیاوړې شوې ده. د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې مشر نتن سیلیز، په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان، افریقا او په ځانګړې توګه نایجریا په څېر هېوادونو کې د داعش د ځپلو لپاره یوې نړیوالې هڅې ته اړتیا شته.
هغه ټینګار کړی چې امریکا باید دغه جګړه په یوازې سر و نه کړي. سیليز ویلي، چې داعش ډلې خپل بریدونه لا مرګوني کړي او خپل فعالیتونه یې نویو سیمو ته غځولي دي.
د اسلامي دولت پر ضد په نړیوالو هڅو کې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جفري، هم ویلي، چې داعش همدا اوس هم په سوریې او عراق کې ۱۵۰۰۰ جنګیالي لري.
جفري ټینګار کړی چې داعش د سوريې په هغو سیمو کې پټنځایونه لري چې د امریکا او سوریې دیموکراتیک پوځ د عملیاتو له سیمې بهر دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments