امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ډیرولو خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: بهرنیو رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې ښایې امریکا ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته اضافي سرتیري ولیږي.
د رسنیو په وینا، امریکایې چارواکي په دې باور دي چې که غواړو ترهګرو پر وړاندې کامیاب اقدامات تر سره کړو نو باید افغانستان ته نور سرتیري ولیږو.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم په کابل کې ویلې وو چې د امریکایي سرتیرو زیاتولو په اړه به خپل حکومت سره سلا مشورې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې، د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن هم ویلي چې د جګړې د کابو کولو لپاره لا ډېرو سلاکارانو او سرتېرو ته اړتیا ده.
اوس مهال څه باندې ۱۰۰۰۰ امریکایي سرتیرې افغانستان کې ترهګرو په وړاندې جګړه پر مخ بیایې چې د سیاسي شنونکو په آند تر ډیره بریالي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply