امریکا پر کانټیننټل برید د پاکستان کار بولي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ امریکا: سپينه ماڼۍ وايي، د کابل پر کانټینټال هوټل په څیر بریدونه له پاکستان پلانیږي.
پر کانټینیټال هوټل له برید وروسته د امریکا تازه غبرګون کې ویل شوي چې اسلام اباد دې نور طالب مشران له خپلې خاورې وباسي.
دا لومړی ځل دی چې سپینه ماڼۍ په رسمي ډول افغانستان کې پر مهمو ځایونو بریدونو تړاو اسلام اباد پورې محدود وي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې دا هم ویلي چې پاکستاني چارواکي دي طالب مشران ونیسي ځکه هغوی هلته خوندي ځایونه لري.
متحده ایالاتو ټینګار کړی چې له افغانانو به د اوږد مهال لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي چې اهدافو ته ورسیږي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *