امریکا پر ملگرو ملتونو خپل مرستې کموي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: اسوسشیتید پرس خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې امریکا ملګرو ملتونو ته خپلو مرستو کې ۲۸۵ مليونه ډالره مرستې کمې کړي دي.
ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې د ملگري ملتونه فعالیتنونه یې ناکامې بللې او ویلي دي چې امریکا به له ملگرو ملتونو سره د ۲۸۵ ميليونه ډالرو د مرستې د کمولو سربېره په نورو لارو چارو هم فکر کوي.
اسوشيټيډ پرېس د امریکا استازې نيکي هيلي له خولې ليکلي چې:«ملگري ملتونه اوس يوه بې کاره او بې ځاي لگښت کوونکې اداره ده او د امریکايي ولس له پراخ زړه او ماليې بايد ناوړه گټه وانخيستل شي.»
د یادونې وړ ده چې د ملگرو ملتونو او امریکا تر منځ بې باوري وروسته تر هغه ډیره شوه، چې تېره اوونۍ نړيوالې ټولنې د امریکا د گواښونو سربېره يې د بیت المقدس په اړه يې په پرېکنده اکثريت د امریکا پر ضد رايه ورکړه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply