امریکا پر روسیې نوو بندیزنو لګولو پریکړه وکړه

comments 0

106 Views

هندوکش – امریکا: امریکا متحده ایالتونو پر روسیې د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وکړو.
امریکا داځل پر روسیې په انګلستان کې د زهرجنو کیمیايي موادو سره د مسموم شوي پخواني روس جاسوس سرګی سکریپال او د هغه د لور یولیا سکریپال د پيښې په تړاو پر روسېې د بندیزونو لګولو پریکړه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی چې پر روسیې د سکریپال د پیښې په تړاو د نوو بندیزونو لګولو پریکړه وشوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې « امریکا نه غواړي چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي خو د مجبور دی چې خپل قانوني مسئولیتونه پر ځای کړي. نوي بندیزونه به پر روسي سوداګرو او شرکتونو ولګول شي. »
په بیان کې د نوموړو بندیزونو جزیاتو په اړه څه ندي ویل شوي زیاته شوې ده چې په نږدې راتلوونکې کې به د بندیزونو جزیات اعلان کړي.
د یادولو وړ ده چې روسیې یو پخوانی د استخباراتو کارکوونکی سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا سکریپال د انګلستان سالیسبوري په ښار کې د خاصو کیمیايي زهرجنو موادو سره مسموم کړی شو . انګلستان د نوموړې پيښې پړه پر روسیې واچوله. انګلستان ددې پيښې په غبرګون کې د روسیې په مقابل کې سخت ډيپلوماتیک ګامونه اوچت کړل او د خپلو متفقینو نه يي هم د روسیې په مقابل کې د ورته ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړې وه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments