امریکا پر ددو ایراني هکرانو تور پورې کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکايي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د امريکا متحده ايالاتو د کمپيوټرونو د هک‌کولو له کبله چې د میليونونو ډالرو زيان رسولو سبب شوي، دوه ايراني اتباع په جرم تورن شوي دي.
د خبرپاڼې په حوال او د امريکا د عدليې وزارت په وینا، ٣٤ کلن فرامرز شاهي ساوندي او ٢٧ کلن محمد مهدي منصوري د ٣٤ مياشتو پر مهال په نړيواله سطحه د کمپيوټرونو په هک‌کولو او بيا د اخاذۍ په مسئله کې ښکېل وو چې د روغتونونو او دولتي ادارو په ګډون‌يې تر ٢٠٠ زيات کسان قرباني شوي دي.
د عدليې وزارت په حواله، دغو دوو کسانو د سم سم «SamSam» په نوم د وايروس په خپرولو سره د ٣٠ میليونه امريکايي ډالرو په اندازه زيان اړولى او دوى توانېدلي وو له دې درکه نږدې ٦ میليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي.
د امريکا د خزانې وزارت تېره سې شنبه ويلي وو پر دوو نورو ايرانيانو يې هم د مالي درغليو له کبله بنديزونه لګولي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments