امریکا پر ایران نوي بندیزونه وضع کړل

comments 0

3 Views

هندوکش – امریکا: امریکا د ایران پر هغې سوداګريزې شبکې بندیزونه ولګول چې د ملیشه ځواکونو ملاتړ کوي.
د بسیج مرستندویه بنسټ په نوم تجارتي شبکه، ایران کې هغه ملیشه یي ځواکونه تمویلوي چې ماشومانو ته نظامي روزنه ورکوي.
ویل کیږي چې دغه ماشومان بیا له روزنې وروسته د سپاه پاسداران له انقلابي ځواک سره یوځای کیږي.
امریکا د دغه بنسټ پر کابو ۲۰ بیلا بیلو سوداګریزو برخو بندیزونه لګولي دي.
امریکايي چارواکي وايي، د بسیج ملیشې دغه ماشومان د سوریې جګړې ته هم استوي چې د بشارالاسد په ملاتړ جګړه کې برخه واخلي.
واشنګټن، نړیوالې ټولنې ته هم د دغه بنسټ په تړاو شکایت کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بنسټ د جګړې قوانین له پامه غورځولي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments