امریکا پر ایران د لاډیرو فشارونو خبر ورکړ

comments 0

5 Views

هندوکش – امریکا: رسنیو سره په خبرو کې مایک پنس د دونالد تړمپ مرستیال وویل چې، د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران پرېکړه ددغه هېواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده.
نوموړي چې یوه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، پر ایران باندې به اقتصادي فشار ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند وکړ چې هېواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډاینې کچه له څلور نیمو اړولې ده.
ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون تر لاسلیک مخکې یورانیم تر درې نیمو درجو یا هم ځینې وخت تر دې کچې شل په سلو کې زیات بډایه کول.
د اټمي تړون په اساس ایران اجازه نه لري چې یورانیم له درې اعشاریه اووه شپېتو زیات بډایه کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments