امریکا پر ایران اقتصادي فشارونه دوه چنده کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرې غونډې ته په وینا کې یاد خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې نیت لري چې پر ایران سیاسي او اقتصادي فشارونه دوه چنده زیات کړي
مایک پامپئو چې د اردن د بهرنیو چارو له وزیر ایمن الصفدي سره یې په عمان کې په شریکه خبرې غونډه کې خبرې کولې، همدارنګه وویل، له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پریکړه هېڅکله په سیمه کې د شتو خبرداریو د له پامه غورځولو په معنی نه‌ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې شتو ګواښونو ته په اشارې وویل:”سیمې تر ټولو مهم ګواښ د داعش د ډلې، اسلامي انقلاب او د انقلابي هڅو دی.”
نوموړي یو وار بیا تهران ته پیغام ورکړ او ویې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو تل غوښتي چې ایران د یو نورمال هېواد په توګه چلند وکړي.
تر اوسه ایراني چارواکو د پامپئو د دې څرګندونو په اړه عکس‌العمل نه‌دی ښودلی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments