امریکا: پاکستان مجبور دی چې حافظ سعيد بیرته ونيسي

comments 0

0 Views

هندوکش: پرون پاکستان تر ټولو خطرناک ترهګر چې په افغانستان او هند کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري خوشې کړ.

حافظ سعيد چې د لشکر طيبه د ترهګرې ډلې بنسټ ايښودونکی دی په پاکستان کې تر نیول کيدو وروسته د آی اس آی له لوري خوشې شوی دی.

اوس اوس د هند تر څنګ امریکا ويلي دي چې پاکستان مجبور دی د خطرناک ترهګر تر خوشې کيدو وروسته نوموړی بیرته ونیسي.

په پاکستان کې د امریکې سفارت ويلي دي:«ډېره په اندېښنه کې ده چې د لشکر طیبه مشر حافط سعید نظربندي ولې ختمه شوې ده. لشکر طیبه یو سخت دریځه ترهګره ډله ده چې په ګڼو هغو بریدونو کې یې برخه لرله چې امریکایان هم په کې وژل شوي وو.»

د امریکا سفارت ويلي دي:«د پاکستان له حکومته غواړو چې د هغه د بیا نیولو ډاډ راکړي او هغه مجرم وپېژندل شي.»

ياده دې وي چې په ۲۰۰۸ کال کې د حافظ سعيد ډله د ترهګرو ډلو په ليست کې شامله شوې وه.

د حافظ سعید ډلې په ۲۰۰۸ کال کې د هند د ممبی په بريد کې لاس لاره.

حافظ سعيد په داسې حال کې خوشې شوی چې امریکا يي پر نیول کيدو لس ميليونه ډالره جاییزه اعلان کړې خو نوموړی د تیرې جنورۍ څخه تر پرون پورې پاکستان نظربند کړی وو.

حافظ سعید په نويمه لسیزه کې لشکر طیبه جوړه کړه خو چې کله دا ډله ترهګره وبلل شوه نوم يي ور بدل کړ او د جماعت دعوه نوم يي ورکړ.

بلخوا په هند کې هم د پاکستان ددې کار له امله لاریونونه راوتلي دي.

هنديان وايي چې پاکستان يو ترهګرپالی هیواد دی او حافظ سعيد ۱۶۰ هنديان وژلي دي.

ياده دې وي چې په پاکستان کې د لشکر طيبه تر څنګ لسګونو ترهګرې ډلې د طالبانو، حقاني شبکې، داعش، القاعدې،عربو او نورو ترهګرو ډلو شتون هم اوس ټولو ته ثابت شوی دی.

پاکستان تر دې دمه په دې تړاو نور جزييات نه دي ورکړي خو سعيد پر نوموړي لګول شوي تورونه رد کړي او يوډول يي پر هغې محکمې ځان بې ګنه بللی کومې چې نوموړی په ډراماټيک ډول نظربند کړی وو او پرون يي خوشې کړ.

په پاکستان کې ترهګرې ډلې په افغانستان کې په ډيرو وحشتونو کې لاس لري.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply