امریکا: ولسمشریزو ټاکنو نوماند جګړه ختمول غواړي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سناتور په افغانستان کې د جګړې ختمول غوښتي.

امریکایي سناتور بیرني ساندرس، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی ویلي، امریکایي ځواکونو له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا افغانستان کې اوږده جګړه پیل کړې چې د امریکا خلک دغه جګړه نه غواړي.

ساندرس ویلي، کانګرس قانوني صلاحیت لري چې د جګړې ختمولو برخه کې مداخله وکړي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي، امریکا نږدې اتلس کاله کېږي په افغانستان کې، پنځلس کاله په عراق او پنځه کاله په سوریه کې بې پایلې او اوږده جګړه پیل کړې چې امریکایي ولس یې نه غواړي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments