امریکا ولسمشرډونلډ ټرمپ: ښايي کرونا ویروس د چين له یو لابراتوار خپورشوی وي

comments 0

149 Views

هندوکش ـ امریکا: د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، داسې شواهد یې تر لاسه کړي دي چې د کرونا ویروس د چین د ویرولوژۍ یا ویروس پېژندنې له یوه لابراتوار څخه خپور شوی دی.
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوه کنفرانس ته په وینا کې وویل، ده داسې شواهد تر لاسه کړی دي خو د نورو جزیاتو ورکولو څخه یې ډډه وکړه.
ټرمپ وايی، زه تاسو ته نه شم ویلای، زه پوره اجازه نه لرم چې دا خبره تاسو ته وکړم.
دا څرګندونې به احتمالاً د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د کرونا ویروس د سرچینې پر سر درز لا پسې پراخ کړي.
په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه تور لګول او بیا د هغو ردول زیات شوي دي.
ولسمشر ټرمپ بیا دا ګنګوسه هم خپره کړه، چې کرونا ویروس ښايي په لابراتوار کې د غلطۍ له وجې خپور شوی وي.
هغه وايي، امکان لري چې چین نه وي توانېدلی چې یاد ویروس خپرېدلو څخه مخنیوي وکړي او یا یې په لوی لاس پرېښی دی چې خپور شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه، اوس چې د کرونا ویروس د خپرېدو د سرچینې په اړه د پلټنو هڅې ژورې شوي، چین هڅه کوي چې له واشنګټن سره یو څه شفافیت ولري.
د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، دوی لا هم هغه فرضیه څېړي چې دغه ویروس ښايي د چین له لابراتوار څخه سهواً خپور شوی وي.
دغو استخباراتي ادارو پرون ویلي، دوی لا هم د دې پوښتنې ځواب پسې ګرځي چې ایا کرونا ویروس خو به د انسان په لاس جوړ یا په جنتیکي لحاظ اصلاح شوی نه وي؟
کرونا ویروس اول د چین د هوبې ولایت په مرکز وهان ښار کې کشف او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.
وهان لابراتوار چې ولسمشر ټرمپ د ویروس په جوړولو تورن کړی، مخکې یې هم د ولسمشر تورونه رد کړي.
دغه لابراتوار احتمالاً د سارس ناروغۍ د سرچینې معلومولو په اړه هم تحقیقات کړي دي.
د سارس ناروغۍ سرچینه یو بل ویروس و.
لابراتوار په اسمانڅکالو کې نوي ویروسونه هم تشخیص کړي او دا یې کشف کړې چې دغه ویروسونه څنګه انسان ته انتقالېږي.
د امریکا په متحدو ایالتونو په کوویډـ ۱۹ ناروغۍ چې سرچینه یې کرونا ویروس دی تر پرون پورې نږدې ۶۴زره کسان مړه شوي دي، چې د ټولې نړۍ په سطحه د مړو یو پر څلورمه برخه جوړوي او په ویروس د اخته کسانو شمېر په کې تر یو ملیون اوښتی دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments