امریکا: واشنګتن میشت افغانانو پاکستان پر وړاندې لاریون وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا کې افغان وګړو د پاکستان سفارت پر وړاندې لاریون په لاره اچولې او وایي چې: «د چهارشنبې ورځې برید پاکستان لخوا شوې او د آی اس آی استخباراتي شبکه له طالبان او حقاني شبکې ملاتړ کوي».
نوا ارسلا افغان امریکایی مدافع وکیل چې د لاریون کوونکو مشرې کوله وايي: «مونږ لاریون د یو امریکایې هغه هم افغان امریکایي په توګه په لاره اچولې او د هغو شهیدان ترڅنګ یو چې د پاکستان دوه اړخیزې سیاست قرباني شوي دي».
لاریون کوونکو چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول پاکستان یې د تروریزم هیواد وباله او ویل یې: «چې آی اس آی په اصل کې د القاعدې شبکه ده او تروریستانو ته د پیسو لیږلو نه دډه وکړي».
بلال عسکریار له هغو پاکستانیانو چې بشري حقوقو ته ارزښت قایل دي وغوښتل چې له حکومت وغواړي ترڅو دوه مخې سیاست نه دډه وکړي او تروریستي ځالي دی د پاکستان دننه له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې دې چې له دې مخکې څو تنه د القاعده او حقاني شبکې لور پوړي قوماندان لکه اسامه بن لادن، اختر محمد منصور، ملا محمد عمر او داسې نور د پاکستان خاوړي دننه وژل شوي ول.
لاریون کوونکو په پای کې وویل چې مونږ له پاکستانه غواړو ترڅو د ترهګرو پر وړاندې ودریږي او ترهګرو ته د پای تکې کیږدي.
فکور نعیمي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply