امریکا: هند په افغانستان کې د امریکا ښه ملګرې هیواد دې

comments 0

117 Views

هندوکش – امریکا: د امریکايي رسنیو په نني موضوعاتو کې راغلي چې هند دسیمې په کچه د امریکا او په افغانستان کې یې یو ښه ملګرې دې.
د رسنیو په لیکنه، د امریکا کانګرس ته د پنټاګون په لېږل شوي راپور کې ویل شوي، چې هند په سیمه کې د امریکا ښه ملګری دی او دوی به په افغانستان کې د امریکا له ماموریت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د امریکا ددفاع وزارت په دغه راپور کې راغلي، چې هند په افغانستان کې د ترهګرو د مخنیوي او د پاکستان د نفوذ کمولو په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته تیار دی.
سرچینه کاږي چې هند به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې په برخه کې هم مالي او نورې مرستې وکړي.
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو، چې هند یې په سیمه کې ښه ملګری دی او دغه هېواد به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او امریکایي ماموریت په برخه کې مرسته کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments