امریکا : هر هېواد چې له ایران تېل واخلي بندیز پرې لګوو

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د ایران لپاره د امریکا ځانگړي استازي براین هوک خبرداری ورکړی هر هغه هیواد چې د ایران نه خام تیل واخلي امریکا پرې بندیزونه لګوي.
هوک چې په لندن کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې په دې برخه کې هېڅ استثنا نشته. هغه دغه څرگندونې په اسیا کې د ایران د خامو تیلو د خرڅولو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
د امریکا له بندیزونو سره سره ایران خپل زیاته اندازه تېل په ارزانه بیه په برازیل، چین او هند په گډون په یو شمیر هیوادونو خرڅوي.
د ایران د تیلو د اخیستلو په هکله د هوک خبرداری پر ایران باندې د امریکا د بندیزونو د سختیدو وروسته مطرح شوی دی.
د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې په ځانگړې توگه د ایرن د سپاه پاسداران له لوري د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو وروسته اعلان کړی دی چې پر ایران باندې فشارونو ته به زور ورکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments