امریکا له پاکستان غوښتي چې پرطالبانو فشار راوړي

comments 0

899 Views

هندوکش – امریکا: امریکا له پاکستان غوښتي چې طالبان په خپل دریځ کې نرمښت ته وهڅوي.

دا غوښتنه اسلام اباد کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له پاکستاني چارواکو کړې.

خو کابل کې په دې اړه تحلیل دا دی چې قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې زیاتې پېچلې دي او باید فشارونه زیات شي.

طالبانو سره د امریکا په شپږ پړاوه خبرو کې د اوس لپآره د کوم ښه زیري تمه نه شته، خو خبرې ډېر وخت غلې پاتې شوې.

خلیلزاد اسلام اباد ته په سفر کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې طالبان دې ته اړ کړي چې له نرمښت کار واخلي.

له دې داسې جوتیږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پېچلې او سختې دي چې اوس د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي.

خو طالبانو له وړاندې رد کړې چې پر دوی د پاکستان امر نه چليږي او ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې یوازې د متقابل احترام پر بنسټ دي.

فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments