امریکا: له سولې وړاندې افغانستان نه پریږدو

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومنداني وایي، امریکا افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره حضور لري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې طالبان دې په دې تمه و نه اوسي چې بهرنیان به وځي بلکې دوی ته ښه ده چې د سولې خبرې پیل کړي.
مېلر ویلي کله چې یې سرتېري په افغانستان کې د ماموریت دموخې په تړاو پوښتنه کوي نو ورته وايي ، دوی دلته د خلکو د خوندیتوب لپاره میشت دي.
مېلر ویلي چې افغانستان کې د ۲۰۰۱ م کال څخه را په دې خوا یوولس سوه بهرني سرتېري وژل شوي او ترهګري یوازې امریکا ته نه بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دی.
میلر له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کیني او د جګړې د بس لپاره کار وکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments