امریکا له روسیې او پاکستان غوښتنه کړې

comments 0

4 Views

هندوکش – امریکا: ټرمپ ويلي، د امریکا پر ځای دې پاکستان او روسیه په افغانستان کې جګړه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د سیمې هیوادونو ته د ترهګرۍ زیان تر موږ ژر رسیږي، ځکه په وینا یې امریکا زرګونه کیلومتره له افغانستان لرې ده.
ټرمپ چې تیره ورځ یې د نوي دفاع وزیر د ورپیژندنې په مراسمو کې کابینې ته خبرې کولې، پر هند، روسیې او پاکستان یې غږ وکړ چې په افغان جګړه کې خپل فعالیت لا زیات کړي.
دغه راز ټرمپ په ۷۰ یمو کلونو کې پر افغانستان د روسیې د یرغل پلوي کړې او زیاته کړې یې ده چې ترهګر روسیې ته تلل، نو هغوی برید کولو ته اړ شول.
هغه د شوروي اتحاد د ماتیدو اصلي لامل پر افغانستان د روسیې د برید پایله ښودلې.
ټرمپ له افغانستان څخه د هند پر ملاتړ هم نیوکه کړې او د هغوی مرستې یې بې ګټې بللي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments