امریکا : طالبان دي د جګړي پرځای سولي ته لاره اواره کړي

comments 0

12 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان کې د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې بریدونه غندلي دي.
ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان دې پر عامو خلکو د بریدونو او چاودنو پر ځای سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او له جګړو دې لاس واخلي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيل شونتیا شته کنه.
تر دې وړاندې بیا طالبانو ویلي وو، که امریکا وغواړي نو دوی بېرته ورسره خبرو ته تیار دي.
خو طالبان بیا پرخپلو ژمنو ولاړنه دي اوتر دی د مه يي زمونږ بي کناه هیوادوال وژلي او پخپلو بي رحمانه حملاتو لاس پوري کړي ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments