امریکا د ۷۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت افغان هوایې ځواک پیاوړې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو نوي پوځي استراتیژي پر بنسټ امریکا پام کې لرې چې افغان هوایي ځواک سره ۷۲۷ ملیونه دالره مرسته وکړي.
ویل کیږي د افغان هوايي ځواک او د ځانګړي ماموریت د برخې د ملاتړ لپاره د ۷۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد دامریکا او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو.
نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې د امریکا دفاع وزارت استازو ویلي افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پوځي استراتیژي که ژمنه شوې ترڅو په سیمه کې افغانستان هم دنورو همسایه هیوادو په څیرهوايي ځواک ولري او دوسله والوپه وړاندې هم پیاوړي اقدمات وکړي.
د پنتاګون دغه استازي ویلي دي چې: د افغانستان هوايی ځواک او د خاص ماموریت څانګې لپاره دیادو پیسو په ارزښت هليکوپټرونه او وزر لرونکي الوتکې ورکول ګیږي چي نور به دافغان هوايي ځواک کمزوری نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم امریکا افغان ځمکنۍ او هیوایې پوځ سره په بیلابیلو برخو کې په ملیونونو ډالرو مرستې کړي چې تل افغان حکومت ستایلي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *