امریکا د پاکستان په پي ای اې هوايي شرکت بندیز لګولي

comments 0

103 Views

هندوکش – امریکا: امریکا په یو تازه راپور کې ویلي،چې د پاکستان هوايي چلند پي ای اې پروازونو بند کړل، له دې مخکې هم اروپايي هېوادونو په یاد شرکت بندیزونه لګولي وو.
د یاد شرکت اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا هوایي چلند چارواکو د پاکستان هوایي چلند د څرګندونو وروسته یې ویلي یې و چې نیمایي پیلوټان یې جعلي اسناد لري، نو له همدې امله یې امریکا هم د دغه شرکت په پروازونو بندیز ولګاوه.
د پاکستان هوایي چلند ادارې د خپلو پیلوټانو د جعلي اسنادو د موضوع په تړاو څېړنې پیل کړي دي او د معلوماتو له مخې تر اوسه یې ۱۷پیلوټان له دندو ګوښه کړي دي.
امریکا دغه شرکت ته د یوه کال لپاره ځانګړی جواز ورکړی و تر څو هغه پاکستاني اتباع بېرته خپله هېواد ته یوسي چې د کرونا له کبله په امریکا کې ګیر پاتې و.
د پیلوټانو د جعلي اسنادو خبره هغه وخت افشا شوه کله چې د مۍ میاشتې په ۲۲مه کراچۍ ښار ته نږدې د پي ای اې یوه الوتکه له سورلۍ ډکه د خلکو په کورونو ولوېده او له کبله ۹۷تنه ووژل شول تر دې وروسته څېړنو په ډاګه کړه چې یو شمېر پیلوټان په جعلي اسنادو ګمارل شوي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments