امریکا د پاکستانیو هوايي شرکتونو د خوندیتوب درجه راټیټه کړه

comments 0

1 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې وروسته له هغه د پاکستان د هوایي شرکتونو د خوندیتوب درجه راټیټه کړه چې د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو د جعل کاریو په اړه اندېښنې راپورته شوې.
د دې پرېکړې له مخې چې د یادې امریکایې ادارې پر ویب سایټ خپره شوې او د همدې ادارې یوه چارواکي منلې ده، چې پاکستان نړیوال معیارونه نه دي ترلاسه کړي او د هوایې چلند د خوندیتوب په درجه بندۍ کې په دوهمه درجه کې راځي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفارت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
په پاکستان کې د پیلوټانو د جعلي اسنادو موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې تېره میاشت دریمه الوتکه په هغه هېواد کې راولوېده.
تر هغه وروسته د پاکستان پارلمان د پیلوټانو د اسنادو ارزول پیل کړل.
دا پرېکړه په دې مانا ده چې د پاکستان هوایي شرکتونه به له دې وروسته د امریکا په هوایې ډګرونو کې لا ډېر څارل کېږي او دې هېواد ته اضافي الوتنې نشي کولی.
د جمعې په ورځ د امریکا د ټرانسپورټ وزارت ویلي وو چې دوی امریکا ته د پاکستان د نړیوال هوایې شرکت /پي آی اې د چارتر الوتنې وځنډولې.
فکور نعمي

Share this page to Telegram

Comments