امریکا: د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د کمیسیون مسؤلیت دی

comments 0

125 Views

هندوکش ــ کابل: د سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مشره الېس وېلز وایې چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د ټاکنو کره توب او روڼوالی مهم دی.
د سویلي اسیا لپاره د امریکا دغه استازې ټینګار کړی چې د ټاکنو کمیسیونونه باید د شکایتونو د څېړلو تر څنګ د مهالوېش سره سم د پایلو د تنظیمولو په ګډون ټول مسؤلیتونه ادا کړي، تر څو د ټاکنو پر روڼتیا ټولې خواوې قانع شي.
هغې ټینګار کړی چې د ټاکنو د کمیسیون پرته هېڅ ټاکنیزه ډله حق نلري چې د خپلو اټکلونو له مخې وړاندوینه وکړي.
امریکایي چارواکي له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې ولسمشرۍ ته نوماند او د حکومت اجرائیه رئیس د دوشنبې په ورځ وویل چې په ټاکنو کې د دوی ټیم بریالی دی او ډله یې د حکومت د تشکیل پر جوړولو بوخته ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې چې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې، د کمیسیون د اټکل لمخې چې تر اوسه پورې دوی ته رسیدلي ارقام ښکاره کوي چې په دغه ټاکنو کې دوه نیم میلیونه کسانو برخه اخیستي، کمیسیون ټینګار کړی چې دغه ارقام وروستي ندي او د زیاتیدو په حال کې دي.
ټاکل شوې چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان میاشتې په اووه ویشتمه نېټه اعلان شي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments