امریکا د ناټو غوڅ ملاتړ په چوکات کې 400 نور عسکر افغانستان ته استوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې د تړمپ حکومت پام کې لري چې افغانستان ته څلور سوه نور عسکر واستوي.
د خبرونو له مخې یاد کسان به افغانستان ته واستول شي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکی ژمی به افغانستان ته د ویسکانسین ملي ګارد څلور سوه غړي افغانستان ته ولېږل شي.
دغه ډلې تر دې وړاندې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ او همدا راز د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په عراق کې فعالیت ترسره کړی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي او تر ډېره به یې مسوولیت د نورو بهرنیو ځواکونو د امنیت تامین وي.
امریکا تر دې وړاندې هم افغانستان ته اضافي عسکر لېږلي دي او په وینا یې موخه یې دا ده، چې وکړی شي دلته طالبان او داعش ډله وځپي.
خو دغه سرتېري په نظامي اډو کې پراته وي او د جګړې ستره مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته اوړي.
په هېواد کې د ننه او بهر د چارو ډېری څارونکي هم په دې باور دی چې افغانستان ته د اضافي عسکرو را لېږل د حل لار نه ده، بلکې سیاسي مذاکرات او له ښکېلو ډلو سره خبرې اترې د جګړې اصلي حل دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments