امریکا: د عراق او لبنان د لاریونونو ملاتړي یو

comments 0

255 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په تازه پیغامونو کې ویلي د عراق او لبنان خلک حق لري چې د ایران له شره ځان خلاص کړي.
دده په وینا دوی ازاد دي او دا یې حق دی چې د خامنه يي له پلانونو خپل هېوادونه او نسلونه وژغوري. دده په خبره د یادو ولسونو دې ته پام شوی چې ایران له فساد او شر پرته بل څه نه صادروي او دا یې اصلي کار دی.
پمپیو په عراق او لبنان کې د ایران پر ضد لاریونونه ستایلي دي او په خبره یې دغه خلک غواړي چې خپل هېوادونه پخپله کنټرول کړي.
ایران تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې توندو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
پدې وروستیو کې د امریکا او ایران اړیکې خورا ترینګلي شوي دي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments