امریکا د سولې په خبرو کې ونډه اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا د اختر په شپو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو اوربند ته په اشارې ویلي، که افغان ځواکونه او طالبان په ګډه لمونځ کولی شي، نو رهبران یې هم په ګډه خبرې کوی شي او د ستونزو حل ته رسېدای شي.
امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې چمتو ده په افغانستان کې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، هېواد یې تیار دی څو د افغان حکومت د سولې پروسې ته زمینه برابره کړي او همدراز په خبرو کې ونډه واخلي.
پامپیو ټینګار کړی چې هېواد یې هوډ لري له افغان حکومت، طالبانو او افغانانو سره په ګډه کار وکړي او د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments