امریکا د سولې بحثونه پټوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: روسیه وایي، امریکا له طالبانو سره د سولې په تړاو شوې خبرې پټوي.

د تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګی لار وروف له قوله لیکلي چې امریکا هڅه کوي طالبانو سره د سولې د خبرو کنټرول په لاس کې ولري او د سیمې هېوادونه یې له جزیاتو خبر نه شي.

لاوروف دا څرګندونې په مسکو کې د قرغیزستان بهرنیو چارو وزیر سره په ګډه خبرې غونډه کې وکړې.

لاوروف همداراز ویلي، روسیه تل د داسې بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي چې طالبان او حکومت پکې شامل وي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments